معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټاکل شوې چې نن افغانستان کې د سترې اقتصادي پروژې ټاپي چارې پیل شي

ټاکل شوې چې نن افغانستان کې د سترې اقتصادي پروژې ټاپي چارې پیل شي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل لیکې سترې پروژې ټاپي چارې به نن د افغانستان هرات ولایت کې په رسمي ډول پیل شي.

د ټاپي پروژې نل لیکه به له کلونو انتظار وروسته افغانستان کې پیل شي، چې د اقتصادي چارو د شنونکو په باور افغانستان لپاره به ګڼې اقتصادي ګټې ولري.

دغه پروژه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴ کیلومټره رغول شوې او افغانستان کې به یې چارې نن ورځ پیل شي.

ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.

د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي او همدارنګه به زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د ټاپي پروژې د چارو پیل لپاره نن هرات ولایت کې ځانګړي مراسم نیول شوي، چې هم مهاله به ورسره د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارې هم پیل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس