معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اروپايي ټولنې د روغتیايي توکو ۱۰۰ ټنه مرسته کابل ته ورسېده

د اروپايي ټولنې د روغتیايي توکو ۱۰۰ ټنه مرسته کابل ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپايي ټولنې ویلي، چې د بشري مرستو درېیمه جوپه کې افغانستان ته ۱۰۰ ټنه روغتیايي توکي رسېدلي.

یادې ټولنې ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې افغانستان ته شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه بشري مرستې استولې دي.

د اروپايي ټولنې مسوولینو زیاته کړې، چې په دغه جوپه کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره اړین روغتیايي وسایل شامل دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیونه یورو د خوراکي توکو مرسته هم کړې، چې د ماشومانو، میندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو په ګډون د سلګونو زرو خلکو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لګېدلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس