غزه کې د اسراییلو یوه چورلکه نسکوره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی اشغالګر پوځ خبر ورکړی، چې د غزې جنوب رفح سیمه کې یې یوه پوځی چورلکه را غورځېدلې، چې په کې درې تنه اسراییلی عسکر وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان دی.

د اشغالګر پوځ په وینا یاده چورلکه په رفح سیمه کې د یو ټپی شوی اسراییلی عسکر د ژغورنې لپاره سیمې ته تللې وه، چې را پرېوته.

د والا په نوم اسراییلی پوځی ویب پاڼې ویلی، را پرځېدلې چورلکه بلاک هاک ده چې له ۱۴ تر ۲۲ پورې عسکرو د وړلو وړتیا لری او زیاتوی چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د دې ډول الوتکو دا لومړۍ پېښه ده.

د یدیعوت أحرنوت په نوم اسراییلی ورځپاڼې بیا کاږلی، چې یاده چورلکه د هغه اسراییلی ژوبل شوی عسکر ژغورنې په موخه روانه وه، چې د فلسطینی مـ ـجاهد لخوا په سنایپر ویشتل شوی و.

د ورځپاڼې په قول دا په غزه کې د روانې جګړې په لړ کې لومړۍ د الوتکې را پرځېدو پېښه ده چې عسکر په کې ژوند له لاسه ورکوی او زیاتوی چې له دې مخکې د فلسطینی جـ ـهادی ډلو لخوا ځینی اسراییلی الوتکې او چورلکې په نښه او ویجاړې شوې وې، خو عسکرو ته په کې مرګ – ژوبله نه وه اوښتې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.