کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند ویلی، چې د هرات ولایت تورغونډۍ بندرې کې د ټاپی پروژې ترڅنګ د شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه پروژې پرانېستل شوې.
د یاد بندر په مسیر کې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومټره اوسپنیزې کرښې جوړول او د همدې مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د هنګرونو او تاسیساتو اعمار او اوسپنیزې کرښې جوړول شامل دی.
نوموړی ویلی، له دغو پروژو د افغان حکومت موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصری ریلی بندرونو په څېر په معیارونو سمبال او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختیا ورکول دی، څو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتیاوې رامنځته شی.
د مسوولینو په وینا دې سره به ریلی انتقالات زیات او په دې توګه به سوداګر راجلب شی، چې په بشپړېدو او عملی کېدو به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او ملی عواید به ورسره زیات شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ