کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات پاشدان بند پروژې مسوولینو ویلي، د دې بند جوړولو چارې په عادي ډول روانې دي چې تر دا دمه یې د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا دغه بند د ۵۴ میلیونه مکعب متره اوبو ذخیره کولو په وړتیا سره جوړیږي.
د دوی په خبره دې بند کې د بهرنیو انجینرانو په ګډون تر ۳۰۰ زیات کسان په کار بوخت دي. د هرات سیندیزې حوزې مسوولین وايي، د پاشدان له بنده به د کرنې او اوبو لګولو تر څنګ دوه میګاواټه برېښنا هم تولید شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/