ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۳مه) امریکا وایي د ناروې پلازمېنې اسلو کې به په مذاکراتو کې په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت خبرې کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بهرنیو رسنیو ته ویلي چې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې به له افغان لوري سره مذاکرات کېږي چې په دې کې د فرانسې، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، ایټالیا او امریکا استازي هم ګډون کوي.
سرچینې ویلي چې په مذاکراتو کې د افغانستان د نوي حکومت له استازو سره د یوه ټولګډونه او نماینده حکومت پر جوړولو، د بشري ناورین د مخنیوي، د بشري حقونو پر رعایت او په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو، ښوونځیو، پوهنتونو او دندو ته د دوی د پرېښوودلو او نورو اړوندو مواردو پر سر خبرې کېږي.
همدا راز به د مولوي متقي په مشرۍ پلاوی په ناروې کې د افغانستان د مدني ټولنې او بېلو قشرونو له یوه لوی پلاوي سره ګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.