کابل کې د ازبکستان د سفیر ماموریت پای ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اداری مرستیال په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړی د کړنو قدردانی کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې یادګار خواجه شادمانوف ویلی، د خپل ماموریت پرمهال یې په دې هېواد کې کوښښ کړی چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې شی.

نوموړی زیاته کړې، چې د ازبکستان دولت د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او د هېواد سوداګر او پانګوال یې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته چمتؤ دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.