معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / انتوني بلېنکن غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته ځي

انتوني بلېنکن غزه کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته ځي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن مصر ته په سفر ولاړ شي او هلته به په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې – اترې وکړي.

واشنګټن قطر او مصر له تېرو څو میاشتو راهیسې ظاهراً هڅه کوي، چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د جګړې د درولو او د اسراییلي او فلسطیني یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.

د اسراییلي اشغالګرو په دې وروستیو پر غزې درانه بریدونه او بمباردونه پیل کړي، چې له امله یې تر دا مهاله په زرګونه بې دفاع ولسي وګړي شهیدان شوي او په لکونو کورونه نړېدلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس