کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د روسیې په سنټ پېټرزبورګ ښار کې د کلتوری اتحاد په غونډه کې تر ګډون وروسته په مسکو کې له مېشتو افغانانو سره کتلی.
د خبر پر بنسټ خېرخواه په دغه کتنه کې له بهر مېشتو افغان کدرونو څخه غوښتی، چې بېرته خپل هېواد ته د خدمت په موخه وګرځی.
د نوموړی په خبره افغانستان له پنځه لسیزو جګړو وروسته د امن په ګاڼه سینګار شوی او افغان کدرونه چې د هېواد ملی پانګه ده، باید د خدمت په موخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شی.
نوموړی په داسې مهال دغه غوښتنه کوی، چې هېواد کې ګڼ شمېر لوستی ځوانان د کار نشتون له امله هېواد پرېښودو ته مخه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ