لبنان کې لویې امنیتی پېښې سلګونه کسان ژوبل کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې  لبنان کې د مخابراتی توکو د چاودنې له امله د حـ زب الله ۹ کسان وژل شوی او د ایران د سفیر په ګډون ۲۷۵۰ کسان نور ټپیان دی.

د لبنان د روغتیا وزیر په وینا پېښه د لبنان په جنوب الضاحیه سیمه کې د مخابراتی توکو د چاودنې له امله شوې، چې په کې نهه تنه وژل شوی هم دی.

په بیروت کې د ایران سفارت هم اعلان وکړ چې په لبنان کې د ایران سفیر، مجتبى أمانی، په سطحی ډول ټپی شوی خو روغتیایی حالت یې ښه دی.

بل لور د اسراییلو ۱۲ تلوېزیونی چېنل خبر ورکړی، چې د لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یو جګپوړی سلاکار په یو ټویټ کې اشاره کړې، چې اسراییل په لبنان کې د مخابراتی وسایلو د چاودنو تر شا لاس لری.

رسنیو د اسراییلی سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو امنیتی ادارې باور لری چې حـ زب الله د اسراییل پر ضد د پوځی عملیاتو د پیلولو پلان لری.

همدارنګه، اسراییل ټوډی د یوې امنیتی سرچینې په حواله ویلی چې په تېرو ساعتونو کې د حـ زب الله سره د جګړې د احتمال په اړه شدیدې امنیتی سلا مشورې روانې دی.

دغو رسنیو ته سرچینو ویلی، چې له حـ زب الله سره د اسراییلو کړکېچ خورا لوړې کچې ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.