پکتیکا کې د دوو روغتیایی مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د دوو روغتیایی مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د مسوولینو په وینا د ګیان په ولواس او د برمل په ډنګر لګد سیمو کې د UNHCR مؤسسې په مالی ملاتړ د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو روغتیایی مرکزونو د اساسی جوړولو چارې پیل شوې.

د سیمې خلک هم د دغو روغتیایی مرکزونو په جوړېدو خوښ دی، چې سیمه کې یې په لومړی ځل دومره لوړه کچه باندې روغتیایی مرکزونه جوړیږی.

ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دی، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یوې زورورې زلزلې ولړزولې او پایله کې سلګونه کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.