کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ویلی، چې دا تړونونه د هرات، تخار، غور، پروان، کابل، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو پر کانونو شوی دی.
د خبر پر بنسټ د کانونو وزارت مسوولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلی، د قیمتی ډبرو د قانونی استخراج لپاره یې طرزالعملونه ترتیب کړی، چې ورسره د قیمتی او نیمه قیمتی ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
غور، بدخشان، پنجشېر، کندهار، غزنی، لوګر، جوزجان، کندز او فاریاب ولایتونو کې د ۱۲ مهمو پروژو د کار دوام، د کانونو د پروسېس ۵۲ شرکتونو ته جوزاونه ورکولو او د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۶۷ فعال قرار دادونو درلودل دغه ولایت خپلې لاسته راوړنې بولی.
د دې ترڅنګ د قشقری، انګوت او اق دریا له ۲۱ ساحو څخه په ورځنی ډول د ۱۳ سوه ټنه خام تېلو استخراج کیږی، چې د مسوولینو په وینا ۳ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاری زمینې برابرې کړې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ