د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان  لومړۍ نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بدلون ښیې، چې د تېرو ۲۵ ورځو په پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۲.۰۴ افغانۍ پورته شوی دی.

د خبر پر بنسټ، د وږی میاشتې په ۶مه نېټه د هېواد بازارونو کې یو ډالر ۷۰ افغانۍ او ۸۴ پوله تبادله کېده، خو اوس یو ډالر په ۶۸ افغانی او ۸۰ پوله تبادله کیږی.

مسوولین د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدلو لاملونه د افغانستان بانک له لوری د ډالرو پېرل او د اسعارو کنټرول، د صادراتو زیاتېدل او په هېواد کې د سیاسی امنیتی ثبات په ګوته کوی.

د دوی په باور د افغانیو ارزښت لوړېدو سره د وارداتی توکو قیمتونه هم ټیټ شوی او د خلکو د پېر توان هم ښه شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.