معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د “جنرال عاصم ملک” ټاکل کېدل او د “آی اېس آی” استخباراتي اداره!

د “جنرال عاصم ملک” ټاکل کېدل او د “آی اېس آی” استخباراتي اداره!

د رسنیزو راپورونو له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغه هېواد د پوځي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) د نوي مشر په توګه جنرال محمد عاصم ملک ټاکلی دی چې د دغه استخباراتي ادارې د اوسني مشر جنرال “نديم انجم” پر ځای به د روان زېږدیز کال د سپټمبر له ۳۰مې نېټې څخه په خپل کار پيل وکړي. جنرال انجم د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اکتوبر پر ۲۶مه د پاکستان د هغه مهال صدراعظم عمران خان له خوا د آی اېس آی د مشر په توګه ټاکل شوی ؤ.

د پاکستاني پوځي ادارو د ورکړل شویو معلوماتو په حواله ویل شوي چې جنرال عاصم ملک تر دې وړاندې په بلوچستان او وزيرستان په سیمو کې چې د دغه هېواد پوځ او استخباراتو ته خورا حساسې سیمې شمېرل کېږی هم دندې ترسره کړې دي.

بل خوا نوموړی په داسې وخت کې خپله نوې دنده پيلوي چې د پاکستان په ډېرو برخو کې د وسلوالو مخالفینو بریدونه د هرې ورځې په تېریدو زیاتېږي چې په ترڅ کې یې د پاکستان د امنيتي ځواکونو تر څنګ قبايلي مشران، مدني فعالان او سیاستوالان هم هدف ګرځول کېږي.

د پاکستاني قوانینو او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو د دغه خطرناکې ادارې (آی ایس آی) د مروجه نظام پر بنسټ که څه هم دلته او د یادې ادارې په تشکیلاتو کې ځیني غیر پوځي وګړي هم پر لوړو دندو ګومارل کیدای شي خو د دغه ادارې مشر باید پوځي وي او د هغه خطرناکو دندو پر بنسټ چې یاده اداره یې وړاندې بیایي، د دې ادارې د مسؤولیت او مشرتابه دنده هم حساسه ده او د اسلام آباد په نیمه پوځي او نیمه ملکي واکمنۍ کې خورا مهمه ګڼل کېږي.

بل اړخ ته د “آی اېس آی” ادارې نوی مشر پداسې حال کې ټاکل کېږي چې د همدغه مهمې څارګرې ادارې یو مخکینی مشر متقاعد جنرال فیض حمید نیول شوی او د (ټاپ سټي) په نامه د خیانت د یوې دوسیې په تړاو د نوموړي پوځي محاکمه پیل شوې ده.

که څه هم په ظاهره دغه دواړه خبرې (د آی اېس آی د نوي مشر غوره کېدل او د یوه متقاعد مشر محاکمه) شاید سره تړاو و نه لري او دواړه جلا جلا پېښې ښکاري، خو د پاکستان پر سیاست د دغه پوځي استخباراتي ادارې ژورې اغېزې او کنټرول ته په کتو سره به دا اندېښنې ډېرې بې ځایه نه وي چې جنرال فیض حمید د اسلام آباد پر هر تور او سپین واکمن پوځي ځواک له فرامینو او دستوراتو څخه د سرغړونې جزا ویني.

اوس چې په دغه هېواد کې د پوځي دستګاه تر اشراف لاندې د دغه هېواد ملکي حکومت خلاف په دغه هېواد کې د پرله پسې ناکراریو او جګړې لمبې بلې دي، طبیعي ده چې هلته د پوځي استخباراتي ادارې د یوه مشر محاکمه او زنداني کېدل او په ورته وخت کې د همدې ادارې لپاره د یوه نوي مشر ټاکنه د بحث وړ او مهمه موضوع ګڼل کېدای شي.

په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې چې له متحده هندوستان څخه د پاکستان په نامه یو جلا ملک رابېل شو، نو دلته د پاکستان په نامه د نوي جوړ شوي ملک او د انګریز په شیطاني هڅو د جوړ شوي پوځ تر اثر او نفوذ لاندې دی او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو اداره ( آی اېس آی) د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کړیو په هڅه او هاند ورځ تر بلې پیاوړې کېده چې نه یوازې په کور د ننه په پاکستان کې چې آن د سیمې او ګاونډ په هېوادو کې یې هم اغېزې او اثرات معلومېږي.

په طبیعي ډول که مونږ وغواړو که نه، د افغانستان پر حالاتو، سیاست او امنیت باندې هم د آی اېس آی ادارې اثر او اغېز شته او د دې ځای په ځینو پېښو کې د دغه استخباراتي ادارې اثرات څه د پردې شاه ته او څه په ډاګه او ښکاره معلومېږي چې پر هغو ټولو به بحث دلته ممکن نه وي.خو د دې ټولو سره سره بیاهم په کور د ننه امنیتي پراخه ستونزې او کړکیچونه او په خپله په پوځ او د آی اېس آی په اداره کې د پراخ اداري او مالي فساد را منځ ته کېدل داسې ښکاروي چې نور دغه استخباراتي پوځي اداره هغه پخوانی ځواک او قوت نه لري.

اوس د پاکستان په داخل کې او د دغه هېواد په څنګ او ګاونډ کې حالات یوې خواته، په کور د ننه د دغه هېواد په سرحدي ایالتونو او د ډیورند د استعماري کرښې په اوږدو کې ورځ تربلې زیاتېدونکې نا امنۍ بلې خواته او په سیمه کې د ستر بدلون پر لور روان حالات یې لا درېیم اړخ ته، داسې ښکاروي چې دا ځل به د پاکستان د مقتدرې پوځي استخباراتي ادارې (آی اېس آی) او د دې ادارې نوی غوره کړای شوي قیادت کار له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره مل وي او په ټوله کې به جنرال ” عاصم ملک” ته دومره آسانه نه وي چې له دغه ټولو ستونزو او نا خوالو سره په آسانه مقابله وکړای شي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس