کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو په عمومی ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا په نیویارک کې دی، د جرمونو نړیوالې محکمې له مشر سره د کتنې پر مهال ویلی، چې اسراییل باید په غزه کې د خپلو ترسره کړیو جرمونو ځواب ورکړی او دغه قضیه باید وڅېړل شی.
نوموړی په غزه کې د اسراییلی اشغالګرو روان بریدونه د ټولو انسانی اصولو خلاف بللی او د درېدو په موخه یې د یوې مجمع د جوړېدو غوښتنه کړې.
اسراییلی اشغالګرو له یوه کال راهیسې پر غزې درانه بریدونه کړی، چې له امله یې زرګونه ماشومان او مېرمنې شهیدانې شوې دی.
بل لور اسراییلی اشغالګرو ځواکونو د لبنان پر سویل درانه هوایی بریدونه کړی، چې په ترڅ کې یې له ۵ سوو ډېر کسان وژل شوی او نږدې ۱۷ سوه تنه نور ژوبل دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ