د حـ زب الله او اسراییلو تر منځ د جګړې په دوام حـ زب الله پر ” تـ ل ابـ یب” توغندیی برید کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۴ مه نېټه)

پداسې حال کې چې اسراییلی ځواکونو د لبنان په جنوب کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د حـ زب الله ډلې هم د اسراییلو په پایتخت تل ابیب کې ځینې نظامی او استخباراتی مرکزونه تر توغندویی برید لاندې نیولی دی.

عربی رسنیو راپور ورکړی چې نن د تلې په څلورمه د لبنان د حـ زب الله ډلې په لومړی ځل د تـ ل ابـ یب پر لور راکټ توغولی او ادعا یې کړې چې د دې راکټ موخه د تـ ل ابـ یب په څنډه کې د موساد جاسوسی سازمان د قوماندې مرکز و.

بل اړخ ته د تلې په څلورمه نېټه مصر، اردن او عراق په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې د لبنان په جنوب کې پراخیدونکې جنګی هڅې غندلی او ویلی یې دی چې دا بریدونه به سیمه د یوې بشبړې جګړې پر لور وړاندې بوزی.

د دغه دریو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د ملګرو ملتو سازمان د عمومی اسمبلې د ناستې په څنډه کې د فلسطین او لبنان پر خلاف د اسراییلو پر بریدونو غږیدلی او دد ې جګړې زیاتوالی یې د ټولې سیمې لپاره خطرناک ګڼلی.

هغوی ټینګار کړی چې د تاو تریخ والی پدې څپه کې کمښت پر غزه باندې داسراییلو د بریدونو په دریدلو سره پیلېږی.د بهرنیو چارو دغه درېو وزیرانو پر لبنان باندې اسراییلی بریدونه غندلی او هغه یې د جګړې پر لور د ټولې سیمې د کشولو لپاره پلمه ګڼلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.