معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې خوارځواکي دوه برابره زیاته شوې

افغانستان کې خوارځواکي دوه برابره زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلي، د افغانستان په ځینو کلینیکونو کې د خوارځواکه مېندو او ماشومانو شمېر دوه برابره دېر شوی دی.

دغې ادارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د مرستو کمېدل د خوارځواکۍ د ډېرېدو سبب شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې د دوی د بودیجې د کمېدو له امله په تېر یوه کال کې لږ تر لږه لس میلیونه افغانانو خوراکي مرستې نه دي ترلاسه کړي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د بیا د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې تر درې لکه درې ۴۰ زرو ډېر ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله بستر شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس