کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې نن به زابل کې د تورې بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د زابل ولایت د تورې بند د جوړولو چارې څه موده وړاندې د اوسنی حکومت له لوری پیل شوې وې.
د تورې بند د ۲۴مترو په لوړوالی ۴۰ متره سور او د ۲.۵ کیلومټره په اوږدوالی سره د ۲.۹ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لری.
دغه بند د ۶۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو سربېره ۵ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابروی.
د دغې بند اقتصادی ځانګړنه ۱۸.۴ سلنه او د ګټې اخیستنې عمر یې ۵۰ کاله اټکل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لری، چې لګښت یې له ملی بودیجې ورکړل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ