کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند سیمه ییزو مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوری د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نهه ښوونځی جوړیږی.
د مسوولینو په خبره د دغو ښوونځیو د جوړولو چارې به تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
په ورته مهال د هلمند یو شمېر اوسېدونکی او زده کوونکی د دغه ښوونځیو ودانیو جوړېدو ته خوښ دی، خو د ښوونکو او درسی موادو کمښت ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلی وو، چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ به په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو سربېره به، هغه ۲۰ نور ښوونځی هم له سره ورغوی، چې د تېرو جګړو پرمهال ویجاړ شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ