کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې تېر کال د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې په لسګونه زره هکټاره ځمکې پنبه کرل شوې وه، چې له ۱۲۲ زره ټنه څخه یې د حاصلاتو حجم زیات وو.
د کرنې وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې هېواد کې د پنبې کښت د پراختیا لپاره یې هڅې زیاتې کړی او په روان کال کې یې د پنبې د کښت کچه نورو ولایتونو ته هم پراخه کړې ده.
د دې وزارت مسوولین زیاتوی، چې د پنبې کښت د پراختیا لپاره له بزګرانو سره ځانګړې همکاری روانه ده.
د خصوصی سکټور غړی وایی، که چېرې هېواد کې د پنې کښت منظمه پراختیا ومومی او محصولاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راشی، دوی حاضر دی چې دې سکټور کې د پانګونې حجم نور هم پراخ کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ