ولسونه د مخابراتی شبکو د لګښتونو له ډېرښت او د کېفیت له ټیټېدو شکایت لری

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو شکایت کړی، چې په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د مخابراتی او انټرنیټی خدمتونو کیفیت خراب دی او ځینې مهال مخابراتی اړیکې نه نیول کیږی.

د دوی په خبره د مخابراتی شبکو د خدمتونو لګښتونه زیات خو کېفیت یې خراب دی.

دا ولسونه له سرپرست حکومته غواړی، چې د چټک انټرنېټ لرلو په موخه دې د نوری فایبر شبکې غځولو چارې ټولو سیمو ته پراخې کړی.

په ورته مهال د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت بیا ویلی، چې ګڼو دغه ډول ولایاتو ته یې د نوری فایبر شبکې غځولو چارې په چټکۍ سره روانې کړی، چې نږدې راتلونکی کې به یې پاتې کارونه هم بشپړ شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.