کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ویلی، سږ کال یې هند او پاکستان ته د یو اعشاریه پنځه میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت څه باندې ۳ زره ټنه انار صادر کړی.
د مسوولینو په خبره هڅه کوی، چې د دغه ولایت انار نورو هېوادونو ته هم صادر کړی.
بل لور کندهار کې د انارو بڼوال وایی، سږ کال د انارو حاصلات له ښه کېفیته برخمن دی، خو په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې ورته د پلور زمینې برابرولو غوښتنه کوی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۵ زره هکټاره د انارو له باغونو په کلنی ډول ۲۸۴ زره ټنه انار ترلاسه کیږی.
د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار مېوه د خپل طبیعی خوند او رنګ له کبله په ټوله نړۍ کې زیات غوښتونکی لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ