د حسن نـ ـصرالله په اړه اسراییلو ته اطلاعات د ایران یو نفوذی کس ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوپاریزین فرانسوې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د لبنان ضاحیه کې د حـ ـزب الله ډلې مخکینی مشر حـ.سن نصر الله په اړه یوه ایرانی نفوذی کس اسراییلو ته معلومات ورکړی.

لوپازین د لبنان یوې امنیتی سرچینې له قوله ویلی، صهیونیستی رژیم ته بیروت سویل ضاحیه کې د حـ.سن نصرالله د شتون په اړه د یوه ایرانی نفوذی کس په وسیله یوه ورځ دمخه خبر ورکړل شوی دی.

دغې سرچینې د نوم نه اخېستلو په شرط لوپارزین ورځپاڼې ته ویلی، اسراییلو په ټول توان سره په دغه ځای برید کړی او نه یې غوښتل موخه له لاسه ورکړی.

د حـ ـزب الله مخکینی مشر حـ.سن نصرالله بیروت سویل ضاحیه سیمه کې د هوایی برید پرمهال وژل شوی.

 دا برید په هغه شپږ پوړیزه ودانۍ شوی چې د حـ ـزب الله ډلې مرکزی دفتر په کې فعالیت درلود.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.