کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رییس حیدر فرمان د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي.
په دې لیدنه کې نوموړي ویلي، د افغانستان ورزش ډېر پرمختګ کړی او په دې وروستيو کې د افغان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې د دې ښکارندويي کوي، چې سرپرست حکومت د ورزش کلک ملاتړ کوي.
په دې لیدنه کې فرمان زیاته کړې، اوسمهال افغانستان کولی شي د اسيايي لوبو کوربتوب وکړي او له دې لارې د افغانستان د ورزش رښتينی انځور او اوسنی حالت له نړيوالو ورزشي ادارو سره شريک کړي.
دغه راز دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د المپیک له نړيوالې کمېټې او نورو ورزشي ادارو غوښتي، چې د افغانستان رښتینی انځور له نړیوالو سره شریک کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/