کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو اشغالګر پوځ نن سهار د لبنان له پولې سره ځمکنی عملیات پیل کړی.
اسراییلی پوځ ویلی، د دې عملیاتو موخه د حـ.زبالله ځینې اهداف په نښه کول دی.
د اسراییلو پوځ زیاته کړې، چې د حـ.زب الله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو، چې د اسراییلو په شمال کې یې ځینو اسراییلی ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.
د بیان پر اساس، د اسراییل د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه هوایی ځواکونه او توپخانې ملاتړ کوی.
اسراییلی ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکنی عملیات پیل کړل، چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد، امریکا په لبنان کې د اسراییلی اشغالګرو د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ