معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / پر حـ.زب الله او جنوبي لبنان برید؛ د اسراییلو پراختیا غوښتنه او د اسلامي نړۍ چوپتیا!

پر حـ.زب الله او جنوبي لبنان برید؛ د اسراییلو پراختیا غوښتنه او د اسلامي نړۍ چوپتیا!

د روان زېږدیز کال د سپټمبر د میاشتې په اته وېشتمه نېټه د لبنان هېواد د پلازمینې بیروت په جنوبي څنډه کې د حـ.زب الله د جنګي ډلې مشر حـ.سن نـ.صرالله او ملګري یې، د اسراییلو له خوا تر درندې بمبارۍ وروسته ووژل شو او پدې توګه یې د منځني ختیځ په کړکیچنه سیمه کې یې هغه کړکیچ چې د فلسطیني مبارزینو او اسراییلي یرغګرو تر منځ له روانې جګړې سره پیل شوی ؤ، نور هم پراخه کړ او اوس د دې جګړې په اړه هره ورځ خپرېدونکي رسنیز راپورونه ښکاروي چې شاید بنسټونه یې نور هم پراختیا ومومي.

د لبنان په پلازمېنه کې د صهیونیستی رژیم له لورې د حـ.زب الله د مشر حـ.سن نصرالله تر وژلو وړاندې د اسراییلو صهیونیست رژیم د یوه تروریستي غلچکي برید په ترڅ کې د فلسطین د حـ.ماس غورځنګ مشر شهید اسـ.ماعیل هنـ.یه هم د ایران په پلازمېنه تهران کې په نښه کړ او هغه یې ووژلو، دا پر دې سربېره دي چې د غزې پر تراړه د یرغلګرو اسراییلو د برید له پیل څخه تر دې دمه د نیول شوي فلسطین او لبنان په بېلابېلو سیمو کې په سل ګونه او آن په زرګونه فلسطینیان او لبنانیان چې ښځې، ماشومان، معذور او بې وسه سپین ږیري او د ټولنې د هر قشر استازي پکې دي، وژلي او کلي او کورونه یې ورته له منځه وړي دي.

او اوس د تازه رسنیزو راپورونو پر بنسټ د اسراییلو غاصب رژیم ادعا کړې چې د لبنان په خاوره کې يې د حـ.زب الله پر ضد محدود ځمکني عمليات هم پيل کړي دي.

د غاصب رژیم پوځ پر اېکس شبکه پر خپاره کړي یوه بيان کې ادعا کړې چې دا بريدونه د اسراييلو پولې ته څېرمه د جنوبي لبنان په ځینو موخو ترسره شوي چې د دوی په وينا په سيمه کې د یهود مېشته ښارګوټو پر وړاندې د سملاسي ګواښ په توګه ارزول شوي وو. خو د صهیونیست رژیم د پراختیا غوښتنې سیاست ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې دا بریدونه دې یوازې تر جنوبي لبنان پورې محدود پاتې شي او دا وېره شته چې که مخه یې ډپ نکړای شي، جګړه ځپلی لبنان به یو ځل بیا د پراخې جګړې ډګر وګرځي.

په ډاګه ده چې اسراییل دا هرڅه د لویدیځو استعماري هېوادونو او قوتونو، په تېره هم د امریکایي استعمار په مستقیم ملاتړ ترسره کوي او لویدیځوال په تېره هم امریکا، په پوره سپین سترګۍ او وقاحت سره د اسراییلو پر هغه جنایاتو سترګي پټوي چې په نیول شوي فلسطین یا لبنان او نورو عربي ځمکو کې یې ترسره کوي او لا هم په پوره بې شرمۍ سره د صهیونیست رژیم هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي.

خو د درد او افسوس ځای دا دی چې د اسراییلو او لویدیځوالو د دې کفري یو والي سره سره، نن اسلامي نړۍ په ټوله کې او عربي نړۍ په خاصه توګه بیا هم د خپلو واکمنو د نامشروع واکمنیو د غزولو، د خپلو ولسونو د وینو د زبېښلو او لازیات چور او چپاول په موخه، د دې پر ځای چې په فلسطین او لبنان کې د اسراییلو د وحشتونو غندنه وکړي، لا هم لګیا دي په پټه او ښکاره د اسراییلو ملاتړ کوي او له مزدورو او پردي پاله واکمنو سره د امریکا او لویدیځوالو د چلن او په سخته ورځ کې د هغوی د یوازې پرېښودو له برخلیک نه هم عبرت نه اخلي.

نن چې د اسراییلو غاصب رژیم د امریکا او لویدیځوالو تر سرپرستۍ لاندې او د همدوی د وسلو پر مټ تر فلسطین وروسته لبنان ته مخه کړې او د هغه ځای پر خلکو او مشرانو یې برید خښ کړی، د اسلامي او عربي نړۍ خوار واکمن بیا هم نه یوازې د پخوا په څېر غلي دي، بلکې څه نیغ په نېغه او څه د پردې تر شا د وحشي یرغلګرو تر څنګ ولاړ دي او یوازې د خپلې واکمنۍ د بقا په موخه یې د خپلو مسلمانو وروڼو پر وژنه او ځورونه خوله پټه نیولې ده.

اوس په داسې حال کې چې پر لبنان تر ړندې بمبارۍ وروسته د دغه وحشي رژیم عسکرو پر دغه خاوره پراخ ځمکني برید پیل کړی، لا هم د عربي او اسلامي نړۍ ګڼ مشران په خپل منځي کړکیچونو او ناخوالو بوخت دي یا هم د امریکا او لویدیځوالو له ویرې پدې تړاو خپل آواز نشي اوچتولای.

جوته ده چې د دغه هېوادو ولسونه او د نړۍ عام مسلمانان بیا د خپلو مزدورو او پلورل شویو واکمنو پر خلاف، د فلسطین او لبنان له ولسونو سره د خپل سر او وینې په قیمت هم ولاړ دي، اما پدې منځ کې چې څه پېښېږي، څومره بې ګناه مسلمانان نارینه، ښځې او ماشومان وژل کېږي، څومره کلي او ښارونه ورانېږي او دا جګړه به تر شا څومره ویرونه او دردونه پرېږدي، د دې ټولو حساب به هم یوه ورځ د عربي او اسلامي نړۍ له دغه مزدورو واکمنو سره خوا مخوا کېږي.”والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس