د نورستان ـ کونړ عمومی سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ – نورستان د لویې لارې د رغولو چارې پیل شوې.

د مسوولینو په وینا د کونړ – نورستان لویه لار د ټولګټو چارو وزارت په مالی ملاتړ د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ کیلو متره په اوږدوالی او د ۹ متره سور په درلودلو سره په اساسی ډول رغول کیږی.

په ورته مهال د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغه سړک په جوړېدو خوښی ښودلې او په راتلوونکی کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلی کېدو هیله کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.