معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پښتون ژغورنې غورځنګ د ژوبلو غړو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ژوبلو غړو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خېبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د هغو ځوانانو روغتیايي وضعیت نازک دی، چې د جرګې د تنظیم پر مهال پرې د پاکستاني پولیسو له لوري ډزې شوي.

د خبر پر بنسټ پاکستاني پولیسو اوښکې بهوونکي ګاز هم پر خلکو کارولی دی.

دوی د دغو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې پولیسو یې د ملګرو وسایل هم له ځان سره وړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په پام کې لري چې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه په خېبر سیمه کې د پاکستان حکومت د چلند پر وړاندې “قامي محکمه یا جرګه” جوړه کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس