کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د پانګونې بینالوزارتي کمېټې د نوبتي ناستې پرمهال کابل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید او د اجرا وړ بلل شوې.
د خبر پر بنسټ د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناستې ته په کابل، سرپل او جوزجان کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې د یادې کمېټې تر هر اړخیز بحث وروسته په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.
دغه راز په سرپل او جوزجان کې هم د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحو د هر اړخیزې ارزونې لپاره جلا – جلا کمېټې وټاکل شوې، چې خپل راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/