بښنې نړیوال سازمان د پښتنو پر ضد وروستی اقدامات وغندل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانی چارواکو غوښتی، چې خېبر کې دې مخابراتی شبکې ژر تر ژره بېرته فعالې او د سوله‌‌‌‌ ییزو اعتراضونو حق ته دې درناوی وکړی.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د مخابراتی شبکو په پرچاو کولو او د سړکونو په بندولو سره د اعتراضونو مخنیوی د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسی د حقونو سرغړونه ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت باید د سوله‌ ییزو لاریونونو پر وړاندې له غیرقانونی ځواکونو او میتودونو کار وانه‌ خلی.

له بلې خوا د پېښور لوړې محکمې د خېبر پښتونخوا ایالتی حکومت ته ویلی، چې پولیسو ولې د خېبر په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو پر ضد له اوښکې بهونکی ګاز څخه کار اخیستی؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو شکایت کړی، چې حکومت د دوی د هغې جرګې لپاره، چې د اکتوبر په یوولسمه یې رابللې، خېمې سوځولی او پر خلکو یې د اوښکی بهونکی ګاز د شیندلو ترڅنګ انترنیټ او موبایل ټیلیفون شبکې ټولې بندې کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.