روسیې ایران ته S-۴۰۰ هوایی دفاعی سیستم استولی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پولیټیکل سکای او دفاع عربی رسنیو راپور ورکړی، چې په منځنی ختیځ کې د شخړو له زیاتېدو وروسته روسیې د ایران اټومی تاسیساتو د ساتنې په موخه د S-۴۰۰ اوږد واټن ویشتونکی هوایی دفاعی سیسټم استولی.

د روسیې له لوری ایران ته د اس ۴۰۰ هوایی دفاعی سیسټم د ورکړې راپورونه په داسې مهال ورکول کیږی، چې تېره اونۍ ایران د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله او حماس جهادی غورځنګ د مخکینی مشر اسماعیل هینه د شهادت په غبرګون کې پر اشغالګر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل، چې د راپورونه له مخې دې برېدونو کې د اسراییلو درې پوځی اډې په بشپړه توګه ویجاړې کړې.

تر دې بریدونو وروسته اوس د اسراییلی پوځ د راډیو په وینا اسراییل هم پر ایران د ځوابی برید لپاره پر چمتوالی کار روان کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.