معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د حیرتان – مزارشریف ریل پټلۍ او غیر ریلي تاسیسات بیارغول کیږي

د حیرتان – مزارشریف ریل پټلۍ او غیر ریلي تاسیسات بیارغول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تدارکاتو په ملي کمېسیون کې د حيرتان – مزارشريف د رېل پټلۍ بیارغول او غير ریلي تاسیساتو پروژو قراردادونه منظور شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د دې پروژو د منظورۍ ترڅنګ د ۱۱ نورو پروژو قراردادونه منظور او د ۱۵ نورو پروژو تعدیل شول.

په دې تړاو اقتصادي معاونیت ویلي، د دغو پروژو ټول لګښت لس ميليارده افغانۍ اټکل شوى، چې د افغان حکومت له بودیجې ورکول کيږي.

دغو پروژو کې د کندهار، زابل او نیمروز پوهنتونونو د لیلیې د پاتې کارونو بشپړول، د کندهار د نړیوال هوايي ډګر بیارغونه، فاریاب ولایت کې د ۲۵ کیلومتره سړک اساسي جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

اقتصادي معاونیت ویلي، د دغو پروژو په پلي كېدو سره به د هېواد په بېلابیلو برخو کې ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس