کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند د غړیو اعتراضونه لاهم روان دي.
د خبر پر بنسټ، د پاکستان حکومت له پوځیانو غوښتي، چې سر له ننه د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د تامین لپاره ځای پرځای شي.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویان د شانګهای همکاري د سازمان د غونډې په درشل کې اسلامآباد د خپلو اعتراضونو لپاره غوره کړی دی.
د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځیانو د ځای پرځای کېدو هدف د شانګهای همکاري سازمان تر ۱۷مې غونډې مخکې د پلازمېنې امنیت دی.
دغه غونډه د اکټوبر په ۱۵مه په اسلامآباد کې پیلیږي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو پلازمېنې ته د عمران خان د زرګونو پلویانو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ښار ته غځېدلې لارې تړلي دي، د ټیلیفون زیګنالونه یې بند کړي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې چاته به اجازه ورنه کړي چې د ګډوډیو د جوړېدو لپاره ښار ته داخل شي.
تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې امنیتي ځواکونه په اسلامآباد کې د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر د استوګنې ځای ته ننوتي او وزیر اعلی علي امین ګنډاپور یې نیولی، خو پولیسو دا ادعا رد کړې ده.
بل لور ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون په سیالکوټ کې خبریالانو ته د تحریک انصاف د ګوند اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي، چې دا پر اسلامآباد او پاکستان د دښمن ځواکونو د برید په څېر دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/