کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې میدان وردګو ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایی، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوری د مرکز میدان ښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نیم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوی سره وېشل شوې.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس ویلی، له یادې مرستې څخه یې موخه د بې وزله بزګرانو لاسنیوی او د غنمو کرکیلې اصلاح کول دی.
نوموړی له بزګرانو وغوښتل، چې یاد اصلاح شوی تخم په خپلو کروندو کې استفاده وکړی، څو د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته په دغه ولایت کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شی.
بل لور د میدان وردګو بزګران هم خوښ دی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوری ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرې مرسته شوه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ