فرانسې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د غزې په جګړه کې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړل.

د فرانسې ولسمشر دې پرېکړې د اسراییلو د لومړی وزیر غصه راپارولې.

بنیامین نتنیاهو د فرانسې ولسمشر ته په خطاب کې ویلی، د جګړې پر مهال اسراییلو ته د فرانسې د وسلو نه ورکولو پرېکړه به تر جګړې وروسته فرانسې ته د شرم وړ ټکی وی.

 فرانسې په داسې مهال اسراییلو ته د وسلو نه ورکولو پرېکړه کړې، چې اسراییل پر ایران د برید لپاره چمتووالی نیسی.

د اسراییلو لومړی وزیر په دې هېواد د تېرې اونۍ د ایران توغندیز برید ته ځواب خپل حق ګڼلی او د سخت ګواز ورکولو ګواښ یې کړی، خو ایران بیا دې بریدونو ته وار دمخه د چمتووالی خبر ورکړی او ویلی یی دی، چې که اسراییل کوم حرکت وکړی تر دې دردوونکی ځواب به ووینی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.