معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غزې روغتیایي سیسټم د روانو بریدونو له امله سخت زیانمن شوی

د غزې روغتیایي سیسټم د روانو بریدونو له امله سخت زیانمن شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د غزې روغتیایي سیسټم د اسراییلي اشغالګرو د پرلپسې بریدونو له امله سخت زیانمن شوی.

د دوی په وینا یادو روغتونونو کې د اړتیا وړ توکو، درملو، تېلو او د طبي کارمندانو کمښت بله هغه ننګونه ده، چې له امله یې د روغتونونو فعالیت ځپل شوی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر  میاشتې راهیسې غزه کې پر روغتیایي خدماتو لږ تر لږه ۵۱۶ بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې ۷۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو بل لور د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په روانه جګړه کې له زرو زیات روغتیايي کارکوونکي په نښه او وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره له څه باندې یو کال راهیسې پر غزې د اسراییلي اشغالګرو د خونړي برید له امله د فلسطین په خاوره کې تر شپږ سلنې زیات وګړي شهیدان او یا هم ټپیان شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس