کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، په دغه هېواد کې وروستیو لاریونونو او بې ثباتۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
دوی زیاتوي، چې په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو محدودیتونه هم زیات شوي او د نیولو او بد چلند له وېرې نه شي کولای، چې له خپلو کورونو بهر ووځي.
د افغان حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د یاد وزارت سرپرست په بهرنیو، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره پر بد چلند نیوکه وکړه او له یادو هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره له بد چلنده ډډه وکړي.
پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې دې وروستیو کې یې افغان کډوال له سرخوږي سره مخ کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/