کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال په شتون کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت د طوطی میدان د ګازو اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبکستانی کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې قراردادی کمپنۍ په لومړی کال کې د ۱۰۰میلیون ډالره او لسو کلنو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوی، چې له استخراج شویو ګازو به لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازی برېښنا هم تولید شی.
د فاریاب ولایت طوطی میدان د ګازو زېرمې شاوخوا ۷ زره کیلومټره مربع مساحت لری، چې په استخراج به یې تر ډېره د هېواد د ګازو اړتیاوې هم پوره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ