کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن شنبه به په خېبر کې د پښتون قوم ستره عدالتي جرګه پیل شي.
سره له دې چې ټاکل شوې وه دا جرګه تېره ورځ پیل شي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په وینا د پاکستاني ریاست له لوري د دغې جرګې د مخنیوي هڅو او رامنځته شویو ستونزو له وجې د وسایلو لېږد او ترتیبات وځنډېدل.
لومړیو کې پاکستاني ریاست د دغې جرګې په کولو بندیز لګولی و، خو له صوبایي حکومت سره تر خبرو وروسته دې جرګې ته د کولو اجازت ورکړل شو.
ځایي سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې د جرګې ځای ته تللې لارې اوس خلاصې شوي او زرګونه پښتانه د جرګې میدان کې راټول دي.
ویل کیږي چې دې درې ورځنۍ جرګه کې به په لومړۍ ورځ د پاکستاني ریاست ظلمونه په لوی سکرین کې پښتنو ته وښودل شي، په دوهمه ورځ به راټول شوي مشران د موضوعاتو پر حل بحث کوي او په درېیمه ورځ به د جرګې پرېکړه اعلانیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/