کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې هېواد ته د ۱.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت څه باندې ۱.۶ میلیونه ټنه تېل او له ۷۳۴ زره ټنو ډېر ګاز وارد شوی دی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، د تېلو ډېره برخه واردات له ترکمنستان، روسیې، قرغېزستان، متحده عربی اماراتو، تاجکستان او ایران څخه کیږی.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی، چې له نورو هېوادونو د تېلو د واردولو ترڅنګ باید په کور دننه د نفتو له زېرمو څخه د تېلو استخراج ته هم د ځان بسیاینې لپاره پاملرنه وشی.
تر دې دوه ورځې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت او یوه ازبکستانی شرکت په جوزجان کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ګازو د استخراج تړون لاسلیک کړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ