افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، چې د تېر کال په پر تله سږ کال  افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی.

د دغه راپور له مخې، افغانستان کې د غنمو، وریجو، جوارو او مېوو د تولیداتو زیاتوالی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات هغه لاملونه دی، چې ورسره په هېواد کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی.

راپور کې راغلی، د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پر اړمنو افغانانو ۵ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وېشل شوی دی.

د خوړو نړیوال پرواګرام ویلی، بېړنیو بشری مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۱۵.۳ میلیونو ۱۲.۴ میلیونو ته کم شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې دغه راز راغلی، چې د کاری زمینو نشتوالی، عوایدو کموالی، وچکالی، سېلابونه او له نورو هېوادونو د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل لاهم هغه ستونزې دی، چې افغانان یې بشری مرستو ته اړ کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.