معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر کې پښتون قام د شوې جرګې پرېکړه په ۲۸ مادو کې اعلان کړه

خېبر کې پښتون قام د شوې جرګې پرېکړه په ۲۸ مادو کې اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کوزې پښتونخوا په خېبر کې له درې ورځو راهیسې د پښتون قام پیل شوې جرګې په ۲۸ مادو کې خپل پرېکړه لیک اعلان کړ.

منظور پښتین د لویې جرګې پرېکړه کوونکو کمېټو استازو ته په قران قسم ورکړ، چې د قام د خیر لپاره به هېچا فشار ته نه تسلیمیږي.

دغه پرېکړه لیک کې پاکستانی پوځ او وسلوالو تنظیمونو ته دوه میاشتې وخت ورکړل شو، چې د پښتنو له خاورې ووځي. د پرېکړې له مخې که دوی ونه وتل، بیا به جرګه په خپل بندوبست دوی له خپلو سیمو وباسي.

دغه راز پرېکړه لیک کې د ډیورنډ کرښې په تړاو وویل شول، چې پر کرښه به تګ – راتګ بې پاسپورټه او بې تذکرې بېرته د پخوا په څېر پیلیږي.

د جرګې بله پرېکړه کې ویل شوي، چې د بلاک شویو شناختي کارډونو د نه خلاصون په صورت کې به ټول پښتون قام له شناختي کارټونو پرېکوڼ کوي او ځانته به په خپلو منځونو کې خپلې تذکرې ووېشي.

د پرېکړه لیک له مخې د پښتنو ټولو سیمو کې به د پښتنو ترمنځ د شخړو حل لپاره جرګه استول کیږي، چې دا جرګې به ټول رامنځته شوي مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

د دې ترڅنګ پرېکړه کې د درې نیم لکو په شاوخوا کې د بې وسلو پښتونو ځوانانو لښکر پر جوړېدو هم فیصله شوې، چې د ټولو پښتنو سیمو ځوانان به په کې شتون لري او دوی به د اړتیا پرمهال د پښتنو مشرانو پرېکړو ته ټولنه کې عملي جامه اغوندي.

شوي پرېکړه کې د باج او قلنګ پر ورکولو پښتون منع او بدو کې د ښځو پر ورکړې بندیز ولګېد.

دوی د برېښنا په تړاو هم خپله پرېکړه کې وویل، چې قبایلي سیمو کې به برېښنا وړیا او په نورو سیمو کې به پښتون پر یو یونټ برېښنا له پنځو روپیو زیاتې پیسې نه ورکوي.

پرېکړه لیک کې د ورور په حیث له افغان حکومته غوښتنه وشوه، چې د نجونو زده کړو ته دې پرته له سکتې نوره اجازه ورکړي.

د مسوولینو په وینا د پرېکړه لیک د ۲۸ مادو د تطبیق لپاره کمېټه جوړه شوې، چې دا کمېټه به شوې پرېکړې وخت په وخت څاري او د ټولو مادو د تطبیق لپاره به کار کوي.

دا له لسیزو راهیسې لومړی ځل دی، چې په لکونو پښتون ولس د خپلو مشکلاتو د حل لپاره په یوه میدان خپلو کې جرګه کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس