کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار وادی کرنیز امارتی شرکت مسوولین وایی، سږ کال به د اټکل له مخې د ننګرهار کانال له څلورګونو فارمونو د زیتونو له راټولو شویو حاصلاتو شاوخوا ۳۰ ټنه اچار ترلاسه شی.
د دغه شرکت ویاند ویلی، تېر کال له څلور ګونو فارمونو ۱۲ ټنه اچار تر لاسه شوی وو.
نوموړی د زیتونو د اچارو زیاتوالی لامل پر وخت د زیتونو بڼونو پالنه، تخنیکی چارې او نور فعالیتونه یادوی.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی د زیتونو تېل او اچار د بهرنیو هغو په پرتله غوره ګڼی، خو وایی نرخونه یې باید راکم شی او دغه راز باید د هېواد نورو بازارونو ته هم ولېږدول شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ