معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حامد کرزي خېبر کې د قومي جرګې له پرېکړه لیکه ملاتړ وکړ

حامد کرزي خېبر کې د قومي جرګې له پرېکړه لیکه ملاتړ وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خېبر کې د پښتنو د سترې قومي جرګې پر بریالي جوړېدو خوښي ښودلې او په سیمه کې يې د ستونزو د هوارولو لپاره نیک او اغېزناک ګام بللی.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د دې قومي جرګې له پرېکړه لیکه خپل کلک ملاتړ اعلانوي.

کرزي د جرګې د هغه غږ چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره وشوه ستاینه او قدردانی وکړ.

نوموړي ویلي، جرګه یو ارزښتناک تاریخي دود دوی او د ستونزو د حل لپاره موثره لاره ده.

کرزي ویلي، د خېبر په جرګه کې د ښځو پراخ گډون او د زده کړو پر ارزښت د ټولو ټینګار دا ښيي چې په سیمه کې مېشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي.

هغه د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د دې جرګې د جوړولو لپاره د منظور پښتین د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او ولسونو له ګډون څخه مننه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس