کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې اتمه ناسته کې یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د اقتصادي کمېټې د طرحې په پام کې نیولو سره هېواد ته د بې کېفیته تېلو وارداتو مخنیوي په تړاو هراړخیزه پلټنه ترسره او خپل وروستی راپور دې د کابینې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.
د دې سربېره د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ یو پلاوی د دې لپاره ګمارل شوی، چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه کړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/