کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی اداره وایی، خپلې څېړنې یې پیل کړی چې د مس عینک له کانه د استخراج بهیر، چاپېریال ته زیان و نه رسوی.
د مسوولینو په وینا قراردادی شرکت باید د دغه کان د استخراج چارې د نړیوالو معیارونو پر بنست ترسره کړی.
بل لور د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د مس عینک کان د استخراج بهیر به په معیاری ډول ترسره شی او تر هغې وروسته د مسو د ویلی کولو او پروسېس بهیر هم ترسره کیږی.
د MCC شرکت تخنیکی مرستیال وایی، هڅه کیږی چې د مس عینک په استخراج سره د افغانستان د اقتصادی پرمختګ، د عوایدو د زیاتېدو او د خلکو لپاره د کاری فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شی.
د مس عینک د کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له MCC شرکت سره لاسلیک شوی و او اټکل شوی، چې د لوګر د مس عینک په کان کې به څه باندې ۱۱میلیون ټنه مس شتون ولری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ