کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د خلکو پرمختیايي موسسې له خوا د پکتیا مرکز ګردېز په ګډون شواک، زرمت، سیدکرم او جانخېلو ولسوالیو ۱۴۵ کورنیو ته د سبزیجاتو شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې.
مسوولین ډاډ ورکوي، که یې یادو خونو مثبته نتیجه ورکړه، نورو ولسوالیو ته به یې هم لړۍ پراخه کړي.
د پکتیا اوسېدونکي او کروندګر د یادو شنو خونو په جوړولو خوښ دي او وايي، چې په دې سره به دوی وکولی شي، په ژمي کې له سبزیجاتو استفاده وکړي او د خپلو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ به د نورو کورنیو لاسنیوی هم وکړي.
مسوولین وایي، له دې وړاندې یې هم کوچنۍ سړې خونې په ځينو ولسوالیو کې جوړې کړي، او ډاډ ورکوي چې ممکن راتلونکي کې نورو ولسوالیو ته هم دا لړۍ وغځوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/