کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی معاونیت خبر ورکړی، چې د روان کال له پیله تر دې دمه د ملی تدارکاتو کمېسیون له لوری د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲۶ بېلابېلې پروژې منظورې شوی.
یاد معاونیت زیاته کړې، چې دغه پروژې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر کار لاندې دی.
د خبر پر بنسټ دغو پروژو کې لویې لارې، ښاری سړکونه، بندونه او کانالونه، د برېښنا تولیدی شبکو پراختیا، روغتیایی مرکزونه، هوایی ډګرونه او رېل پټلۍ پروژې شاملې دی.
دغه راز دغو پروژو کې مخابراتی او انټرنیټی خدمات، د اوبو رسولو شبکې، استنادی دېوالونه، کرنیزو ځمکو پراختیا او د تحصیلی بنسټونو پراختیا نورې هغه پروژې دی، چې روان کال منظورې شوې دی.
د اقتصادی معاونیت په خبره دا ټولې پروژې د سرپرست حکومت له پراختیایی بودیجې څخه تمولیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ