کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د کارس ښار پولیسو د جعلی پاسپورټ او اقامت کارټونو د کارونې په تور د اووه افغانانو د نیولو خبر ورکړی.
ترکی چارواکو ویلی، دغه کډوال له ترکیې د وېستلو په موخه د توقیف مرکزونو ته لېږل شوی دی.
د نیول شویو افغان کډوالو د هویت په اړه نور جزیات نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو له مخې، یاد شمېر کسان د ترکیې په کارس ښار کې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې تر پېژندلو وروسته نیول شوی دی.
ترکی پولیس وایی، دغه کډوال په غیر قانونی توګه دې هېواد ته راغلی وو او په رسمی اسنادو کې د جعل له امله قانونی برخورد سره مخامخ دی.
د دغه هېواد چارواکو ټینګار کړی، چې امنیتی ځواکونه به په سرحدی سیمو کې د ناقانونه کډوالو د راتګ د مخنیوی په موخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ