قزاقستان ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست  وزیر ویلی، د تېر ۲۰۲۳ کال له اګست څخه د سږکال تر همدې میاشتې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوی، نو ځکه ورته له دغه هېواد سره د راکړې – ورکړې پراخول مهم دی.

د هغه په مشرۍ د سرپرست حکومت او خصوصی سکټور یو ګډ پلاوی، پرون د قزاقستان الماتا ښار ته رسېدلی، چې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیزی.

عزیزی تر روانېدو مخکې د کابل په هوایی ډګر کې خبریالانو ته وویل، په پلاوی کې ورسره شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګر دی او د افغان قزاق دوهمه ټولګه د قزاقستان په الماتا ښار کې د څلورو ورځو لپاره ترسره کوی.

په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتی ډبرې او نور صادرېدونکی توکی شامل وی.

عزیزی زیاته کړه هڅه کوی بانکی اړیکې هم ښې کړی او د باکېفیته انټرنټ د ترلاسه کولو قراردادونو ته هم لار هواره کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.